تخار کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
Wed, May 20 2026 3:47 PM
...

د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو، رسنیو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د رسنیو او ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي، ګډو همکاریو او د اطلاع رسونې د بهیر د ښه والي اړوند موضوعاتو باندې بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د واقعیتونو په انعکاس، د عامه ذهنیتونو په روښانولو او د خلکو او ادارو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې د رسنیو رول مهم وباله او د دواړو لورو ترمنځ یې پرهمکارۍ ټینګار وکړ.
خبریالانو هم له مسؤلینو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنیو د کاري بهیر د اسانتیا په برخه کې خپلې ستونزې، وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل.
د ناستې په پای کې د کمېټې غړو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له هڅو څخه مننه وکړه او د دا ډول غونډو پر دوام یې ټینګار وکړ. هغوی دغه ناسته د لا ښې همغږۍ، د ستونزو د حل او د رسنیو او ادارو ترمنځ د باور فضا د پیاوړتیا لپاره ګټوره وبلله.

۱۴۴۷/۱۲/۳ هـ ق