سمنګان کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو

wasim_admin
Tue, May 19 2026 4:03 PM
..

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کنفرانسونو په تالار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو.
په دې پروګرام کې د امارتي ادارو یو شمېر مسوولینو، استادانو، زده کړیالانو، زده‌کوونکو، شاعرانو، لیکوالانو او د فرهنګ او علم مینه‌والو ګډون کړی و.
غونډه کې ویناوالو د فکري او فرهنګي ودې او د ټولنې د عامه پوهاوي په لوړولو کې د کتاب او مطالعې پر ارزښت ټینګار وکړ.
د سمنګان فرهنګي او ښوونیزو مرکزونو مسوولینو مطالعه د ملتونو د پرمختګ لامل وبلله او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې له کتاب او علم سره لا زیاته مینه او اړیکه پیدا کړي.
همدارنګه د غونډې په لړ کې یو شمېر شاعرانو او لیکوالانو د ټولنې په ویښتابه کې د کتاب د رول په اړه خبرې وکړې او د زده کوونکو د ترانو ډلې هم فرهنګي پروګرامونه وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده چې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو دغه نندارتون به د درېیو ورځو لپاره د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.

۱۴۴۷/۱۲/۲ هـ ق