د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان او نوښتګرو ځوانانو سره وکتل
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له نوښتګرو ځوانانو، همدارنګه د ولسوالۍ له ولسوال او امنیه قوماندان سره وکتل.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د خطاطۍ او رسامۍ په برخو کې له فعالو ځوانانو سره په لیدنه کې د هغوی فرهنګي او هنري فعالیتونه وستایل او ځوانان یې د هېواد د راتلونکې هیله وبلل او همداراز یو شمېر دغو ځوانانو خپلې هنري اثار هم د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته ډالۍ کړل.
نوموړي د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له ولسوال او امنیه قوماندان سره په لیدنه کې د تاریخي آبداتو، لرغونو سیمو او سیاحتي ځایونو پر ساتنې او خوندیتوب ټینګار وکړ او د تاریخي سیمو د غیرقانوني کیندنو د مخنیوي لپاره یې د جدي همکارۍ غوښتنه وکړه.
د دغې ولسوالۍ مسوولینو هم د تاریخي آثارو ساتنه ملي مسوولیت وباله او په دې برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د یادې ولسوالۍ له عامه کتابتون څخه هم لیدنه وکړه او خلک یې د کتابتون څخه د لا زیاتې ګټې اخیستنې لپاره وهڅول.
۱۴۴۷/۱۲/۲ هـ ق