د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له دویمې او څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

wasim_admin
Tue, May 19 2026 3:58 PM
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دویمې او څلورمې ناحیې د قوای مرکز سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو څخه څارنه وکړه.
په پیل کې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رییس ښاغلي قاري ولي‌ګل جواد د دې کمېسیون د فعالیتونو په اړه له رسنیو، هټیوالو او ښاریانو سره خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې لوحې او تبلیغاتي تابلوګانې باید د اسلامي شریعت او افغاني فرهنګ له ارزښتونو او د ملي ژبو مطابق برابرې شي.
وروسته د یادې سیمې اړوند لوحو او اعلاناتي تابلوګانو څخه څارنه وشوه، چې له نیکه مرغه د یادې سیمې اړوند زیاتره لوحې او اعلاناتي تابلوګانې د کمېسیون د طرزالعمل مطابق برابرې شوې وې او هغه لوحې او اعلاناتي تابلوګانې چې ستونزې او نیمګړتیاوې یې درلودې خاوندانو ته یې د کمېسیون د غړو له لوري د اصلاح په موخه اړینې سپارښتنې وشوې، دغه راز هغه لوحې او اعلاناتي تابلوګانې چې په بهرنیو ژبو ترتیب شوې وې خاوندانو ته یې په ملي ژبو بدیل کلموو د ترتیب کولو سپارښتنې هم وشوې.
د یادونې وړ ده، چې په یادې سیمه کې د ۱۴۰ لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو څارنه وشوه.

۱۴۴۷/۱۲/۲ هـ ق