هرات کې د مطبعو، عکاسيو او فوتو کاپيو له مسؤلینو او کتاب پلورونکو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د کاپي رایټ(لیکوالانو حقونو ساتنې) او د فرهنګي آثارو د غیر قانوني خپرولو د مخنیوي په موخه د مطبعو، عکاسيو او فوتو کاپيو له مسؤلینو او کتاب پلورونکو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو وويل: د هر ډول کتاب چاپ باید د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ ترسره شي او که اثر د بل لیکوال وي، نو د اصلي لیکوال رسمي اجازه اخیستل لازمي دي. همدارنګه عکاسان باید د خلکو له اجازې پرته د چا عکسونه او فلمونه خپاره نه کړي.
مسؤلینو د چاپي اثارو د دقیقې څېړنې پر اړتیا هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې ټول کتابونه باید د محتوا او املا له پلوه وکتل شي او په سپېڅلو متنونو، په ځانګړي ډول قرآن کریم کې باید هېڅ ډول املایي او چاپي تېروتنه موجوده نه وي.
ورته مهال د غونډې ګډونوالو هم د داسې ناستو له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او دا یې د فرهنګي اثارو غیري قانوني چاپ او نشر څخه د مخنیوي، هنري فعالیتونو د بهیر لا ښه والي او همدارنګه د لیکوالانو او هنرمندانو د حقونو د ملاتړ په برخو کې اغیزمن ګام وباله.
همدارنګه د مطبعو، عکاسيو او فوتو کاپيو مسؤلینو او کتاب پلورونکو ژمنه وکړه، چې د کاپي رایټ(د لیکوالانو حقونو ساتنې) په برخه کې به پوره همکاري وکړي او هیله یې څرګنده کړه، چې د دې ډول غونډو په دوام سره به د فرهنګي او هنري برخو موجودې ستونزې تر ډېره کچه حل شي.
۱۴۴۷/۱۲/۲ هـ ق