بامیانو کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

wasim_admin
Sun, May 17 2026 4:08 PM
.

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خصوصي کتابتونونو او کتاب‌پلورنځیو په همکارۍ د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د بامیانو په فرهنګي مرکز کې د کتابونو نندارتون پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: ځوانان تل مطالعې او کتاب ته اړتیا لري، که ځوانان له کتاب سره مینه او بلدتیا ولري، بې‌شکه په راتلونکې کې به خپل هېواد ته ګټور تمام شي.
نوموړي زیاته کړه: له بده مرغه په نننۍ ټولنه کې د ځوانانو ترمنځ د کتاب او مطالعې ځای ټولنیزو شبکو او موبایل نیولی دی، چې دا خپله یوه اندېښمنوونکې مسئله ده.
د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د کتاب‌لوستنې او مطالعې فرهنګ دودول وبلل او ویې ویل: په دغه نندارتون کې شاوخوا ۴ زره جلده کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
همدارنګه، یو تن چې خپل خطي هنري آثار یې په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي وو، د دې ډول نندارتونونو جوړول ارزښتمند او مهم وبلل او دا یې په ټولنه کې د کتاب‌لوستنې د فرهنګ د ترویج لپاره اغېزمن او ګټور یاد کړ.

۱۴۴۷/۱۱/۳۰ هـ ق