د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
Sat, May 16 2026 3:48 PM
..

 د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې رسنۍ پیاوړې شي، ترڅو د ولس ستونزې په ښه شان ترمسؤلینو ورسېږي او د امارتي ادارو لاسته راوړنې له ولسونو سره شریکې شي، د مسؤلینو په وینا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رسنیو سره په هره برخه کې پوره همکار دی.
دغه راز د ناستې په لړ کې خبریالانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه  له مسؤلینو سره شریک کړل، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو له لوري د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسېدو ډاډ څرګند شو.

۱۴۴۷/۱۱/۲۹ هـ ق