کندوز کې د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
Mon, May 11 2026 1:24 PM
..

د کندوز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د کاپي رايټ (د چاپ حق) د خونديتوب په موخه ځانګړې ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د لیکوالانو فکري او فرهنګي حقونو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې‌ ویل: هېڅوک حق نه‌لري چې د لیکوالانو چاپ شوي آثار او کتابونه په خپله خوښه چاپ او خپاره کړي. مسؤلینو زیاته کړه، چې د علمي او فرهنګي اثارو ساتنه د ټولنې ګډ مسؤلیت دی او باید ټول اړخونه په دې برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.
په غونډه کې د فوتوکاپي مرکزونو مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو د دا ډول ناستو د جوړېدو هرکلی وکړ او ډاډ یې څرګند کړ، چې د لیکوالانو اثارو د ساتنې او د کاپي رايټ اصولو د عملي کېدو په برخه کې به بشپړه همکاري او پوره پاملرنه وکړي.

۱۴۴۷/۱۱/۲۴ هـ ق