د هلمند عامه کتابتون ته سلګونه ټوکه کتابونه ډالۍ شول

wasim_admin
Thu, Apr 30 2026 10:19 AM
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند عامه کتابتونونو ریاست له لوري د
هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون د بډاینې په موخه ۱۸۶ ټوکه بېلابېل عنوانونو درلودونکي کتابونه ډالۍ شول.
د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د یادو کتابونو د ډالۍ کولو په موخه د عامه کتابتونونو ریاست څخه مننه وکړه او ويې ويل: په دغو کتابونو کي دیني او عصري علومو کتابونه شامل دي او دا اقدام د مطالعې فرهنګ په وده کې مهم رول لوبوي.
مسؤلینو له هېوادوالو څخه وغوښتل چې د عامه کتابتون د پیاوړتیا او د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه عامه کتابتون سره د کتابونو ډالۍ کولو په برخه کې مرسته وکړي.

۱۴۴۷/۱۱/۱۳ هـ ق