پروان کې د ارغوان ګل کلنۍ مشاعره په شاندارو مراسمو ترسره شوه
د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار د ګلغنډۍ هوټل په تالار کې د اطلاعاتو او کلتور د وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني صاحب، د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیقالله عزیزي، د بېلابېلو وزارتونو استازو او د ولایتونو د ادارو مسؤلینو په ګډون د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت د چاریکار ښاروالۍ په همکارۍ د ارغوان ګل ملي او کلتوري کلنۍ مشاعرې څوارلسم پړاو په شاندارو او منظمو مراسمو کې ترسره شوه.
په دې پرتمینه ادبي غونډه کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلو نامتو شاعرانو، لیکوالانو، ادیبانو، فرهنګیانو، ځوانانو، د شعر مینهوالو او ادبپالو پراخ ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، مولوي شمسالحق صدیقي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه؛ د ارغوان ګل ملي مشاعره دا ځل هم په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې په هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی دی، او دا مشاعره د څوارلسم ځل لپاره ترسره کېږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني صاحب، د شعر او ادب پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: شاعرانو ته په کار ده، چې هره موضوع په شعر کې را نهولي، بلکې خپل اشعار د ټولنې د خیر، برکت او اصلاح لپاره وکاروي. نوموړي ټینګار وکړ، چې شاعران او لیکوالان باید خپلې لیکنې د شریعت په چوکاټ کې د ملي یووالي، اسلامي ارزښتونو او مثبتو پیغامونو پر بنسټ وړاندې کړي.
ښاغلي حقاني صاحب زیاته کړه؛ یووالی د هر هېواد د معنوي او مادي پیاوړتیا لامل ګرځي او د همدې یووالي په برکت په هېواد کې د امن فضا ټینګه شوې ده. همدارنګه یې شاعرانو او لیکوالانو ته ډاډ ورکړ، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپلو امکاناتو په حدودو کې د فرهنګيانو ملاتړ ته ژمن دی.
د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیقالله عزیزي د پروان د رهبرۍ او اړوندو ادارو څخه مننه وکړه او ویې ویل: چې پروان تل د فرهنګ او هنر یو مهم سنګر پاتې شوی دی، دا ډول ادبي او کلتوري مشاعرې د شاعرانو او لیکوالانو لپاره یو مناسب فرصت برابروي، څو د خپلو احساساتو او افکارو له لارې د ټولنې مثبت ارزښتونه انعکاس کړي او له شاعرانو څخه يې هیله وکړه، چې د دې نظام او د شهیدانو میړنۍ کړنې د شعر په ژبه را وسپړئ.
وروسته نامتو عالم، شیخ عزیزالله مظهري په خپلو خبرو کې وویل: جهاد دوه بڼې لري، چې یو د تورې له لارې او بل د قلم او شعر له لارې، نو اوس وخت کې شاعرانو ته په کار ده چې د خپل قلم له لارې د ټولنې لارښوونه وکړي.
د مشاعرې په ادبي برخه کې شاعرانو او ترنم ویونکو د خپلو خوږو، ژورو او له احساساتو ډکو شعرونو په وړاندې کولو سره د تالار فضا رنګینه کړه، چې د ارغوان ګلونو د ښکلا، د وطن د مینې او د یووالي په اړه ویل شویو شعرونو د ګډونوالو له تاوده هرکلي او احساساتي غبرګون سره مخ شول، چې د ځوانانو شور او ولولې او د مشرانو ژور ادبي فکر دې غونډې ته ځانګړې ښکلا وربخښلې وه.
په ټوله کې د ارغوان ګل کلنۍ مشاعره د ادب، احساس، ښکلا او یووالي یو یادګاري او نههېرېدونکی محفل و، چې یادونه به یې د ګډونوالو په زړونو کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.
۱۱/۱۰/۱۴۴۷ ھـ ق