پروان کې د ارغوان ګل کلنۍ مشاعره په شاندارو مراسمو ترسره شوه

wasim_admin
أحد, مارس 29 2026 5:00 مساء
.....

د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار د ګلغنډۍ هوټل په تالار کې د اطلاعاتو او کلتور د وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني صاحب، د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق‌الله عزیزي، د بېلابېلو وزارتونو استازو او د ولایتونو د ادارو مسؤلینو په ګډون د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت د چاریکار ښاروالۍ په همکارۍ د ارغوان ګل ملي او کلتوري کلنۍ مشاعرې څوارلسم پړاو په شاندارو او منظمو مراسمو کې ترسره شوه.

په دې پرتمینه ادبي غونډه کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلو نامتو شاعرانو، لیکوالانو، ادیبانو، فرهنګیانو، ځوانانو، د شعر مینه‌والو او ادب‌پالو پراخ ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، مولوي شمس‌الحق صدیقي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه؛ د ارغوان ګل ملي مشاعره دا ځل هم په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې په هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی دی، او دا مشاعره د څوارلسم ځل لپاره ترسره کېږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني صاحب، د شعر او ادب پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: شاعرانو ته په کار ده، چې هره موضوع په شعر کې را نه‌ولي، بلکې خپل اشعار د ټولنې د خیر، برکت او اصلاح لپاره وکاروي. نوموړي ټینګار وکړ، چې شاعران او لیکوالان باید خپلې لیکنې د شریعت په چوکاټ کې د ملي یووالي، اسلامي ارزښتونو او مثبتو پیغامونو پر بنسټ وړاندې کړي.

ښاغلي حقاني صاحب زیاته کړه؛ یووالی د هر هېواد د معنوي او مادي پیاوړتیا لامل ګرځي او د همدې یووالي په برکت په هېواد کې د امن فضا ټینګه شوې ده. همدارنګه یې شاعرانو او لیکوالانو ته ډاډ ورکړ، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپلو امکاناتو په حدودو کې د فرهنګيانو ملاتړ ته ژمن دی.

د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق‌الله عزیزي د پروان د رهبرۍ او اړوندو ادارو څخه مننه وکړه او ویې ویل: چې پروان تل د فرهنګ او هنر یو مهم سنګر پاتې شوی دی، دا ډول ادبي او کلتوري مشاعرې د شاعرانو او لیکوالانو لپاره یو مناسب فرصت برابروي، څو د خپلو احساساتو او افکارو له لارې د ټولنې مثبت ارزښتونه انعکاس کړي او له شاعرانو څخه يې هیله  وکړه، چې د دې نظام او د شهیدانو میړنۍ کړنې د شعر په ژبه را وسپړئ. 

وروسته نامتو عالم، شیخ عزیزالله مظهري په خپلو خبرو کې وویل: جهاد دوه بڼې لري، چې یو د تورې له لارې او بل د قلم او شعر له لارې، نو اوس وخت کې شاعرانو ته په کار ده چې د خپل قلم له لارې د ټولنې لارښوونه وکړي.

د مشاعرې په ادبي برخه کې شاعرانو او ترنم ویونکو د خپلو خوږو، ژورو او له احساساتو ډکو شعرونو په وړاندې کولو سره د تالار فضا رنګینه کړه، چې د ارغوان ګلونو د ښکلا، د وطن د مینې او د یووالي په اړه ویل شویو شعرونو د ګډونوالو له تاوده هرکلي او احساساتي غبرګون سره مخ شول، چې د ځوانانو شور او ولولې او د مشرانو ژور ادبي فکر دې غونډې ته ځانګړې ښکلا وربخښلې وه.

په ټوله کې د ارغوان ګل کلنۍ مشاعره د ادب، احساس، ښکلا او یووالي یو یادګاري او نه‌هېرېدونکی محفل و، چې یادونه به یې د ګډونوالو په زړونو کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

۱۱/۱۰/۱۴۴۷ ھـ ق

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, مايو 05 2026 4:05 مساء
Background image

قيام لجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية بجولة رقابية في الناحية الخامسة من كابل

قامت لجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية، التابعة لوكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، بجولة رقابية على اللوحات والإعلانات الدعائية في منطقة التربية والتعليم بالناحية الخامسة،. . .

اثنين, مايو 04 2026 3:58 مساء
Background image

انعقاد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب بوزارة الإعلام والثقافة 

 يوم الإثنين (17 ذو القعدة 1447هـ)، عُقدالاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب التابعة لوكالة شؤون النشر في وزارة الإعلام والثقافة، برئاسة السيد مهاجر فراهي، نائب الوزير لشؤون النشر.
واستُهل. . .

اثنين, مايو 04 2026 9:41 صباحا
Background image

افتتاح جناح مكتبة البيهقي في كندوز

افتتحت رئاسة كتابة المصحف الشريف ونشر كتب البيهقي، التابعة لمعينية شؤون النشر في وزارة الإعلام والثقافة، وبالتعاون مع رئاسة الإعلام والثقافة في كندوز، جناحًا لمكتبة البيهقي، بهدف تعزيز. . .

BACK TO NEWS