(د سیمه ‌ییزو خبریالانو پیاوړتیا) په نوم روزنیز سیمینار پای ته ورسېده

wasim_admin
Sun, Mar 01 2026 12:37 PM
..

دایکندي کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست او یوې خصوصي راډیو په همکارۍ (د سیمه‌ییزو خبریالانو پیاوړتیا) په نوم شپږ ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسیده.
د یادې خصوصي راډیو مسؤل وویل: دغه روزنیز سیمینار د ۱۰ تنو امارتي او خصوصي رسنیو خبریالانو د ظرفیت لوړولو په موخه د خبریالۍ په ډګر کې د شته اړتیاوو په پام کې نیولو سره ترسره شو، چې پکې د خبر او راپور چمتو کولو اصول، د معیاري خبریالۍ او په رسنیز ډګر کې له عصري ټکنالوژۍ څخه د کار اخیستنې په اړه معلومات وړاندې شول. 
دغه راز د دایکندي د اطلاعاتو او کلتور رئیس د یادې راډیو د مسؤلینو له همکاریو څخه مننه وکړه او د امارتي رسنیو ترڅنګ یې د خصوصي رسنیو شتون اړین وباله، د اطلاعاتو او کلتور رئیس د یادې راډیو له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د خبریالانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې هڅې لا زیاتې کړي.

۱۴۴۷/۹/۱۲ هـ ق