غزني کې د ځایي رسنیو خپرونې وارزول شوې

wasim_admin
Tue, Feb 03 2026 9:26 AM
..

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د دې ولایت د رسنیو مسؤلینو سره ولیدل او او د یادو رسنیو له خپرونو څخه يې څارنه وکړه.
مسؤلینو د ا.ا.ا د رهبرۍ د فرمانونو د رسولو، عامه پوهاوي او د خلکو د ستونزو د حل په برخو کې د رسنیو رول مهم وباله او ویې ویل: د ا.ا.ا د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی، مسؤلینو د څارنې په لړ کې د یادو رسنیو ستونزې هم واوریدې.
د رسنیو مسوولینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې خپل نشرات به د ا.ا.ا له پالیسۍ سره سم پر مخ وړي.

۱۴۴۷/۸/۱۵ هـ ق