د (فکري جګړې) په نوم د کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
Thu, Jan 15 2026 10:35 AM
...

د غزني اطلاعاتو او کلتور ریاست د (فکري جګړې) په نامه د کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د شاوخوا ۴۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شوې.
مسؤلینو د فکري جګړې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: فکري جګړه د ټولنې لپاره له جدي ګواښونو څخه ده او پر وړاندې یې د مبارزې تر ټولو اغېزمنه لار د ځوانانو فکري بیداري او علمي پوهاوی دی.
مسؤلینو د یادې سیالۍ موخه د ځوانانو ترمنځ د مطالعې کلتور پیاوړتیا او د فکري جګړې پېژندنه یاده کړه او د ورته سیالیو د دوام ډاډ یې ورکړ.

۱۴۴۷/۷/۲۵ هـ ق