سلګونو ځوانانو ته په بېلابیلو برخو کې دزده ‌کړو زمینه برابره شوه

wasim_admin
Wed, Jan 14 2026 3:28 PM
...

د بلخ اطلاعاتو او کلتور ریاست ښوونیز مرکز کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د عربي، انګلیسي او کمپیوټر پروګرامونو د زده ‌کړو دری میاشتنۍ وړیا ښوونیزه دوره پيل شوه.
مسؤلینو وویل: دغه پروګرام د ځوانانو د ظرفیت لوړولو، د علومو د حاصلولو لپاره د نړیوالو ژبو زده ‌کولو او مسلکي مهارتونو د پراختیا په موخه جوړ شوی، چې دری میاشتې به دوام وکړي.
د مسؤلینو په وینا اسلامي امارت هڅې کوي، چې د دا ډول پروګرامونو جوړولو له لارې د ځوان نسل علمي ظرفیت لوړ کړي.

۱۴۴۷/۷/۲۴ هـ ق