لوګر کې د ګوهري ادبي بهیر ماښامانۍ مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
Sat, Jan 10 2026 11:10 AM
...

د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ګوهري ادبي بهیر ۷مه ماښامانۍ مشاعره ترسره شوه.
مسؤلینو د مشاعرو او ادبي ناستو  جوړول د دغه دود په پیاوړتیا، د شاعرانو او ادیبانو ترمنځ د همغږۍ په لا زیاتوالي او د دغه بهیر د لارویانو لا هڅونه یاده کړه او له شاعرانو څخه یې وغوښتل چې خپل شعرونه لا معیاري او د شعر قالب ته بشپړه پاملرنه وکړي.
دغه راز شاعرانو او د ترنم کوونکو د دغه ډول ناستو جوړولو له امله د اطلاعاتو ریاست څخه مننه وکړه او خپل ترتیب کړي شعرونه یې له ګډونوالو سره شریک کړل.
۱۴۴۷/۷/۲۰ هـ ق