د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين د بست کلا د طاق او څاه د اساسي رغونې پروژې پرانېسته وکړه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال هلمند ولايت ته د سفر په ترڅ کې د بست لرغونې کلا د طاق او څاه د اساسي رغونې پروژې پرانېسته وکړه.
ښاغلي جمال صاحب د پروژې د پرانېستې پرمهال د بست کلا په تاريخي پس منظر خبرې وکړې او ويې ويل: بست کلا په نړيواله کچه يوه پېژندل شوی تاريخي اثر دی، چې د ډيری هيوادونو سیلانیان يې د لیدو په موخه افغانستان ته سفر کوي، یاد تاريخي اثر د ګرځندوی صنعت په وده کې مهم رول لري.
همدا راز نوموړي د هلمند له ولسونو څخه د بست تاريخي کلا د ساتنې له امله مننه وکړه او له ولسونو يې وغوښتل چې د تير په څېر بیا هم د دې تاريخي کلا په ساتنه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست سره همکاري وکړي، د ښوونځيو استادان دې زده کوونکو ته د خپل غني فرهنګ سره د اشنا کولو لپاره د بست کلا ته د سفر زمينه برابره کړي، ښاغلي جمال ولسونو ته په خطاب کې وویل: باید د الله تعالی شکر ادا کړو، چې په افغان ملت يې د ااا لورينه کړې ده او داسې زعيم يې راپه برخه کړی دی، چې شپه او ورځ يې يوه کړې، تر څو د افغان ملت خدمت وکړي.
۱۴۴۷/۷/۱۷ هـ ق