جوزجان کې د (د اغیزمنې مطالعې لارې چارې) په نوم علمي کنفرانس جوړ شو

wasim_admin
Sat, Jan 03 2026 2:09 PM
..

جوزجان کې د ځوانانو چارو آمریت له لوري لسګونو ځوانانو ته (د اغیزمنې مطالعې لارې چارې) په نوم علمي کنفرانس ترسره شو.
مسوولینو وویل: علمي بهیر، د نظرونو تبادله او د علمي تجربو شریکول د ځوان نسل د تجربو انتقال، د پوهې لوړوالي او د علمي ظرفیتونو د پیاوړتیا اساسي لارې چارې بلل کیږي، ځوانان د هېواد راتلونکی جوړوي او افغانستان علمي، باخبره او تجربه لرونکو ځوانانو ته اړتیا لري.
د کنفرانس په پای کې یو شمېر ګډونوالو ځوانانو د دا ډول علمي پروګرامونو له جوړېدو څخه مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې د ځوانانو علمي او فکري ظرفیت لوړولو په موخه دې ورته پروګرامونه په دوامدره توګه جوړ شي.

۱۴۴۷/۷/۱۳هـ ق