سمنګان کې د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او امارتي ادارو ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په همکارۍ د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا په موخه د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیروزالدین منیب د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ته د اړینو سپارښتنو کولو ترڅنګ وویل: دقیق او پر وخت اطلاع رسونې په موخه دوه اړخیزه همکارۍ اړینه ده، ویاندویان او رسنۍ باید په پوره همغږۍ سره خلکو ته د اطلاع رسونې په برخه کې کوښښ وکړي.
د اطلاعاتو آمر او د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې استازي اطلاعاتو ته په لاس رسي او دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او ویې ویل: دوه اړخیزې همکارۍ به د دقیق او پر وخت اطلاع رسونې په برخه کې مرسته وکړي.
په دې ناسته کې د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو د شته ستونزو او د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا په اړه هم بحث وکړ.
۱۴۴۷/۶/۱۳ هـ ق