بلخ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو د توضیح او تشرېح په موخه يو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترانو او ترنم ریاست له لوري بلخ ولایت کې د شعر او مشاعرو د تنظیم قانون او د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ١٧ مې ګڼې فرمان د تشریح په موخه یو ورځنی علمي سيمينار ترسره شو.
په دغه علمي او فرهنګي سیمینار کې، د شمال زون ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور رییسانو، لیکوالانو، شاعرانو، فرهنګیانو، اديبانو، د ادب مینه والو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی و.
د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سیف الدین معتصم د سیمینار پر ارزښت خپل نظر څرګند کړ او د دې سیمینار په اړه یې د اطلاعاتو او کلتور د وزير ښاغلي شیخ شير احمد حقاني صاحب پیغام ولوست.
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمدالله ضرار وویل: عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تل هڅه کړې، چې د ټولنې فکري، فرهنګي او اخلاقي جوړښتونه سم او د اسلامي ارزښتونو مطابق برابر کړي، چې په همدې موخه یې یو شمېر ارزښتناکه فرامین صادر کړي دي، ښاغلي ضرار ټینګار وکړ چې ادب، شعر او فرهنګ د ټولنې د اصلاح لپاره ښه وسيله ده او باید د اسلامي لارښوونو په رڼا کې وکارول شي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترنم او ترانو رئیس مولوي امانالله مستغفر د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو ادبي، فرهنګي او شرعي اړخونه تشریح کړل او ویې ویل: دغه فرامین نه یوازې د ادب او هنر لوری تنظیموي، بلکې د اسلامي او ملي ارزښتونو د خوندي ساتلو لپاره هم یوه مهمه تګلاره ده، ښاغلي مستغفر د شعر په اړه هم خبرې وکړې او شاعرانو ته یې په خطاب کې وویل: شاعران او اديبان باید د شعر د هنر تر څنګ د شعر پیغام ته ډېره پاملرنه وکړي، یعنې پیغام باید پیاوړی او په شعر کې تر هنر پیغام غوره وپالل شي.
د سیمینار په بله برخه کې له هر ولایت څخه راغلو رئيس صاحبانو او فرهنګیانو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو په اړه خپلې ترتیب کړې مقالې ولوستې او تر څنګ یې د شاعرانو له لوري ترنمونه او حماسي شعرونه هم وویل شول.
ګډونوالو د دغه سیمینار جوړول یو مثبت ګام وباله او ژمنه یې وکړه، چې د اسلامی ارزښتونو، ملي یووالي او فرهنګي پیاوړتیا لپاره به خپل ادبي، فکري او فرهنګي مسئولیت په پوره اخلاص او امانتدارۍ سره اداء کړي.
۱۴۴۷/۶/۱ هـ ق