بلخ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د فرامینو د توضیح او تشرېح په موخه يو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو

wasim_admin
سبت, نوفمبر 22 2025 12:24 مساء
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترانو او ترنم ریاست له لوري بلخ ولایت کې د شعر او مشاعرو د تنظیم قانون او د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله ١٧ مې ګڼې فرمان د تشریح په موخه یو ورځنی علمي سيمينار ترسره شو. 
په دغه علمي او فرهنګي سیمینار کې، د شمال زون ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور رییسانو، لیکوالانو، شاعرانو، فرهنګیانو، اديبانو، د ادب مینه والو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی و.
د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سیف الدین معتصم د سیمینار پر ارزښت خپل نظر څرګند کړ او د دې سیمینار په اړه یې د اطلاعاتو او کلتور د وزير ښاغلي شیخ شير احمد حقاني صاحب پیغام ولوست.
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمدالله ضرار وویل: عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تل هڅه کړې، چې د ټولنې فکري، فرهنګي او اخلاقي جوړښتونه سم او د اسلامي ارزښتونو مطابق برابر کړي، چې په همدې موخه یې یو شمېر ارزښتناکه فرامین صادر کړي دي، ښاغلي ضرار ټینګار وکړ چې ادب، شعر او فرهنګ د ټولنې د اصلاح لپاره ښه وسيله ده او باید د اسلامي لارښوونو په رڼا کې وکارول شي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترنم او ترانو رئیس مولوي امان‌الله مستغفر د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو ادبي، فرهنګي او شرعي اړخونه تشریح کړل او ویې ویل: دغه فرامین نه یوازې د ادب او هنر لوری تنظیموي، بلکې د اسلامي او ملي ارزښتونو د خوندي ساتلو لپاره هم یوه مهمه تګلاره ده، ښاغلي مستغفر د شعر په اړه هم خبرې وکړې او شاعرانو ته یې په خطاب کې وویل: شاعران او اديبان باید د شعر د هنر تر څنګ د شعر پیغام ته ډېره پاملرنه وکړي، یعنې پیغام باید پیاوړی او په شعر کې تر هنر پیغام غوره وپالل شي.
د سیمینار په بله برخه کې له هر ولایت څخه راغلو رئيس صاحبانو او فرهنګیانو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو په اړه خپلې ترتیب کړې مقالې ولوستې او تر څنګ یې د شاعرانو له لوري ترنمونه او حماسي شعرونه هم وویل شول.
ګډونوالو د دغه سیمینار جوړول یو مثبت ګام وباله او ژمنه یې وکړه، چې د اسلامی ارزښتونو، ملي یووالي او فرهنګي پیاوړتیا لپاره به خپل ادبي، فکري او فرهنګي مسئولیت په پوره اخلاص او امانتدارۍ سره اداء کړي.

۱۴۴۷/۶/۱ هـ ق

تازه ترین اخبار

سبت, مايو 09 2026 12:55 مساء
Background image

انطلاق المشاعرة السنوية التقليدية «أنارگل» في قندهار

أُقيمت في ولاية قندهار
 المشاعرةُ الشعريةُ السنويةُ التقليدية «أنارگل»، بتنظيمٍ من رئاسة الإعلام والثقافة في الولاية، وذلك بحضور معالي وزير الإعلام والثقافة الشيخ شير أحمد حقاني.
وشارك. . .

خميس, مايو 07 2026 9:11 صباحا
Background image

توقيع مذكرة تفاهم بين معهد السياحة والفندقة ومطعم جرگه وتنظيم زيارة علمية للطلبة

الأربعاء (19 ذو القعدة 1447هـ)، تمّ توقيع مذكرة تفاهم للتعاون المشترك بين معهد السياحة والفندقة التابع لرئاسة البحث والتطوير السياحي، في إطار وكالة الشؤون السياحية والمالية والإدارية. . .

أربعاء, مايو 06 2026 1:14 مساء
Background image

افتتاح جناح مكتبة البيهقي في بدخشان

افتُتح في ولاية بدخشان جناحُ مكتبة «البيهقي»، بمبادرةٍ من رئاسة كتابة القرآن الكريم ونشر كتب البيهقي التابعة لوزارة الإعلام والثقافة، وذلك بحضور عددٍ من مسؤولي الدوائر الإمارتية. . .

BACK TO NEWS