لسګونه تنو ځوانانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوه
د نورستان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري مرکز پارون کې لسګونو تنو ځوانانو ته د خیاطۍ زده کولو زمینه برابره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سميع الحق حق بیان وویل: دغه پروګرام به دری میاشتې دوام وکړي، چې په لړ کې به یې لسګونه تنه ځوانانو ته د خیاطۍ حرفې زده کړې ورکړل شي.
ښاغلي حق بیان ځوانانو ته سپارښتنه وکړه، چې له یاد فرصت څخه په ښه ډول ګټه واخلي، کسب زده کړي او له دغې لارې خپلې کورنۍ ته حلاله روزي پیدا کړي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، چې ځوانانو ته کاري فرصتونه او د هوساینی لپاره بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي.
دغه راز ځوانانو د یاد پروګرام له پیل څخه خوښ وښوده او د ورته نورو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه یې وکړه.
۱۴۴۷/۵/۲۰ هـ ق