بامیانو کې لسګونو ځوانانو ته وړیا زده کړو زمینه برابره شوه
د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د دې ولایت لسګونو بیوزلو ځوانانو ته د وړیا زده کړو درېیم پړاو پیل شو.
د ځوانانو چارو آمر وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ویناوالۍ او کمپیوټر زده کړو ټولګي رسماً پیل شوي او ډېر ژر به د تجوید او انګلیسي ژبې ټولګي هم پیل شي، نوموړی د دې ښوونیزو پروګرامونو د پیل موخه د ځوانانو علمي ظرفیت لوړول او د کمپیوټر او انګلیسي زده کړو په برخه کې ځوانانو ته د زده کړو زمینې برابرول یاد کړل.
دغه راز زده کوونکو د دا ډول ښوونیزو مرکزونو جوړول د ځوانانو لپاره ګټور وبلل او ویې ویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست د وړیا زده کړو زمینه برابرول د بیوزلو زده کوونکو لپاره خورا ګټوره ده.
۱۴۴۷/۵/۱۱ هـ ق