بامیانو کې لسګونو ځوانانو ته وړیا زده کړو زمینه برابره شوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۸:۲۵
....

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د دې ولایت لسګونو بیوزلو ځوانانو ته د وړیا زده کړو درېیم پړاو پیل شو.

د ځوانانو چارو آمر وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ویناوالۍ او کمپیوټر زده کړو ټولګي رسماً پیل شوي او ډېر ژر به د تجوید او انګلیسي ژبې ټولګي هم پیل شي، نوموړی د دې ښوونیزو پروګرامونو د پیل موخه د ځوانانو علمي ظرفیت لوړول او د کمپیوټر او انګلیسي زده‌ کړو په برخه کې ځوانانو ته د زده‌ کړو زمینې برابرول یاد کړل.

دغه راز زده کوونکو د دا ډول ښوونیزو مرکزونو جوړول د ځوانانو لپاره ګټور وبلل او ویې ویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست د وړیا زده کړو زمینه برابرول د بیوزلو زده کوونکو لپاره خورا ګټوره ده.

۱۴۴۷/۵/۱۱ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۱۶
Background image

د ازبکستان فرهنګي پلاوي د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ له تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان  جمهوريت فرهنګي پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او د تاریخي آبداتو د لیدنې په موخه، د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسوولینو، سیمه‌ییزو. . .

BACK TO NEWS