کاپیسا کې د مشاعرو د تنظیم قانون تشریح لپاره یو ورځنۍ سیمینار جوړ شو
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د امیرالمؤمنین حفظه الله ۲۲ مه ګڼه فرمان چې د مشاعرو د تنظیم قانون په موخه صادر شوی دی، په اړه یو ورځنی تشریحي سیمینار د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترانو او ترنم رئیس مولوي امان الله مستغفر، ځايي مسؤلینو، علماوو، شاعرانو، لیکوالانو، په شتون کې جوړ شو.
په جوړ شوي سیمینار کې مولوي امان الله مستغفر د شعر پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: د شعرونو محتوا باید د اوسني اسلامي امت د تقاضا په بنسټ برابره وي.
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي کریم الله وثیق وویل: شاعران باید د اشعارو د ویلو پر مهال له هغو ټکو استفاده وکړي، چې د ولسونو ترمنځ یوالی پیاوړی کوي او د اسلامي نظام له ګټو سره سمون لري.
د سیمینار ګډون کوونکو دې برخې ته د اسلامي امارت د رهبرۍ له توجه کولو څخه مننه وکړه او د مشاعرو د تنظیم قانون څخه یې هرکلی وکړ.
۱۴۴۷/۲/۱۰ هـ ق