د لرغون پېژندنې کمېټې ناسته  وشوه

panah_admin
Tue, Jul 08 2025 3:00 PM
....

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پيژندنې کمېټې ناسته د لرغون پېژندنې رياست د رئيس سيد ذبیح‌الله سادات په مشرۍ په ياد رياست کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د کابل، پروان، جوزجان، هرات، بادغیس او ارزګان ولایتونو د لرغونو سیمو، آبداتو او تاریخي آثارو پر وضعیت بحث او کتنه وشوه، چې د يادو سیمو د ساتنې، مدیریت او له ویجاړتیا څخه د مخنیوي لپاره لازمې پرېکړې وشوې.
د يادونې وړ ده، چې د لرغون پېژندنې ریاست تل هڅه کوي، چې د اړوندو څانګو په همغږۍ او د مسلکي ظرفیتونو په کارولو سره د هېواد د تاریخي میراثونو د ساتنې او خوندي کولو لپاره ګټور او عملي ګامونه پورته کړي.

۱۴۴۷/۱/۱۲هـ ق