پنجشېر کې د اسلامي نظام د ګټو او د اسلام له نظره د انسان د پیدایښت په اړه زده کړیز پروګرام جوړ شو

panah_admin
Thu, Jun 19 2025 12:30 PM
..

د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري (د اسلامي نظام د ګټو او د اسلام له نظره د انسان د پیدایښت) تر عنوان لاندې یو ورځنۍ زده کړیز پروګرام د دې ولایت لسګونو ځوانانو په شتون کې ترسره شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملک‌ زاده وایي، چې دغه پروګرام د پنجشېر ولایت بېلابېلو برخو څخه راغلیو۴۰ تنو ځوانانو ته وړاندې شو، ګډون کوونکو ته د اسلامي نظام د ګټو، د اسلام له نظره د انسان د پیدایښت هدف او په هست شوي نظام کې د انسان مقام په اړه هر اړخیز معلومات ورکول شول.
مولوي نصر الله ملک زاده، د دې پروګرام جوړولو څخه موخه د ځوانانو دیني پوهاوي لوړولو، اسلامي ارزښتونو ترویج کول او اسلامي نظام د جوړښت او موخو په اړه د سالم او مثبت ذهنیت رامنځته کول یاد کړل.
د پروګرام ګډون کوونکو د اطلاعاتو او کلتور له ریاست څخه د دغه پروګرام جوړولو په موخه مننه وکړه او د ورته  نورو زده کړیزو پروګرامونو جوړولو غوښتونکي شول.
۱۴۴۶/۱۲/۲۲ هـ ق