د خُلم ولسوالۍ د ځوانانو د روزنې له مرکز څخه لیدنه وشوه

panah_admin
Mon, Jun 02 2025 3:34 PM
...

د سمنگان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر د خُلم ولسوالۍ د ځوانانو د حرفوي او سوداګریزو مهارتونو د پراختیا له مرکز (BYHD) څخه لیدنه وکړه.
د ځوانانو چارو آمر د هېواد په ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کې د ځوانانو پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل: ځوانان د ټولنې محرکه قوه ده، نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې له برابر شوي فرصت څخه ښه ګټه واخلي.
ورپسې د ځوانانو چارو د پروګرامونو د همغږۍ مدیر هم ځوانان وهڅول، چې مسلکي مهارتونه زده کړي او له شته تعلیمي فرصتونو څخه ګټه واخلي، نوموړي دا ډول روزنيز مرکزونه د نوي نسل د ودې او پیاوړتیا لپاره مهم وبلل.
د یادونې وړ ده، چې د BYHD روزنیز مرکز په سمنگان ولایت کې د ځوانانو د حرفوي او سوداګریزو مهارتونو د پیاوړتیا لپاره کار کوي او په وړيا ډول ځوانانو ته روزنه ورکوي.

۱۴۴۶/۱۲/۵ هـ ق