پنجشېر کې لسګونه تنو ځوانانو ته د وړیا زده کړې زمینه برابره شوه
د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له خوا د بازارک ښار سل تنه ځوانانو ته د کمپیوټر درې میاشتنی دویم پړاو زده کړو پروګرام پیل شو، چې د پیل په مراسمو کې يې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملک زاده تر څنګ د امارتي ادارو مسؤلینو او ځوانانو ګډون کړی وو.
مولوي نصرالله ملک زاده د کمپیوټر مهارتونو زده کړه د ځوانانو لپاره اړینه وبلله او زیاته یې کړه؛ چې اسلامي امارت د ځوان نسل فکري روزنې او ظرفیت لوړونې لپاره د لازمو شرایطو برابرولو ته ژمن دی.
نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې له دې فرصته ښه ګټه واخلي او د مهارتونو زده کړې لپاره جدي هڅه وکړي.
همدا راز د دې ولایت د ځوانانو چارو آمر وویل: په دې ښونیز مرکز کې د کمپیوټر او انټرنیټ زده کړې پروګرامونه ۱۰۰ تنو ځوانانو ته په دوو وختونو کې وړاندې کېږي.
۱۴۴۶/۱۱/۱۳ هـ ق