پنجشېر کې لسګونه تنو ځوانانو ته د وړیا زده‌ کړې زمینه برابره شوه

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۶:۳
...

د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له‌ خوا د بازارک ښار سل تنه ځوانانو ته د کمپیوټر درې میاشتنی دویم پړاو زده‌ کړو پروګرام پیل شو، چې د پیل په مراسمو کې يې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملک‌ زاده تر څنګ د امارتي ادارو مسؤلینو او ځوانانو ګډون کړی وو.
مولوي نصرالله ملک‌ زاده د کمپیوټر مهارتونو زده‌ کړه د ځوانانو لپاره اړینه وبلله او زیاته یې کړه؛ چې اسلامي امارت د ځوان نسل فکري روزنې او ظرفیت لوړونې لپاره د لازمو شرایطو برابرولو ته ژمن دی.
نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې له دې فرصته ښه ګټه واخلي او د مهارتونو زده‌ کړې لپاره جدي هڅه وکړي.
همدا راز د دې ولایت د ځوانانو چارو آمر وویل: په دې ښونیز مرکز کې د کمپیوټر او انټرنیټ زده ‌کړې پروګرامونه ۱۰۰ تنو ځوانانو ته په دوو وختونو کې وړاندې کېږي.

۱۴۴۶/۱۱/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS