رانقره کې د افغانستان اسلامي امارت فرهنګي آتشې د اسلامي هنرونو نړيوال نندارتون کې ګډون وکړ
د ترکيې په انقره کې د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي آتشې قاري حميد الله تمکين د اسلامي هنرونو نړيوال نندارتون کې ګډون وکړ، دا نندارتون د ترکیې د دیانت او دیني چارو ریاست له خوا د انقرې ښار په (ATO Congresium ) تالار کې جوړ شوی و.
په دې درې ورځني نندارتون کې چې د ۱۴۰۴ کال د ثور له ۱۷مې تر ۲۱مې نېټې پورې ترسره شو، د ترکیې له ټولو ولایتونو څخه د اسلامي هنر، د لاسي صنعت، خطاطۍ او خوشنویسۍ، نقاشۍ، دودیزو جامو او فرهنګي آثارو بیلابېل توکي نندارې ته وړاندې شوي وو.
یاد نندارتون کې د بېلابېلو هېوادونو د سفارتونو فرهنګي آتشو او ديپلوماتانو ګډون کړی و، دوی دا نندارتون د فرهنګي آثارو د ودې او پراختیا لپاره یو مثبت ګام وباله او هرکلی یې وکړ.
دا نندارتون د ترکیې د دولت په مالي ملاتړ جوړ شوی و، چې هنرمندانو پکښې په ځانګړو غرفو کې خپل فرهنګي توکي، دودونه او عنعنات نندارې ته وړاندې کړل.
۱۴۴۶/۱۱/۱۳ هـ ق