رانقره کې د افغانستان اسلامي امارت فرهنګي آتشې د اسلامي هنرونو نړيوال نندارتون کې ګډون وکړ

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۵:۳۵
...

د ترکيې په انقره کې د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي آتشې قاري حميد الله تمکين د اسلامي هنرونو نړيوال نندارتون کې ګډون وکړ، دا نندارتون د ترکیې د دیانت او دیني چارو ریاست له ‌خوا د انقرې ښار په (ATO Congresium ) تالار کې جوړ شوی و.
په دې درې ورځني نندارتون کې چې د ۱۴۰۴ کال د ثور له ۱۷مې تر ۲۱مې نېټې پورې ترسره شو، د ترکیې له ټولو ولایتونو څخه د اسلامي هنر، د لاسي ‌صنعت، خطاطۍ او خوشنویسۍ، نقاشۍ، دودیزو جامو او فرهنګي آثارو بیلابېل توکي نندارې ته وړاندې شوي وو.
یاد نندارتون کې د بېلابېلو هېوادونو د سفارتونو فرهنګي آتشو او ديپلوماتانو ګډون کړی و، دوی دا نندارتون د فرهنګي آثارو د ودې او پراختیا لپاره یو مثبت ګام وباله او هرکلی یې وکړ.
دا نندارتون د ترکیې د دولت په مالي ملاتړ جوړ شوی و، چې هنرمندانو پکښې په ځانګړو غرفو کې خپل فرهنګي توکي، دودونه او عنعنات نندارې ته وړاندې کړل.

۱۴۴۶/۱۱/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS