تخار کې سلګونه تنو زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه
د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر وایي چې د دې ریاست وړيا ښوونیز مرکز کې ۲۰۰ تنو زده کوونکو ته د عربي ژبې او کمپیوتر پرګرامونو په برخه کې د وړیا زده کړو زمینه برابره شوې ده، د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، ترڅو د ورته نورو برنامو په مرسته د ځوانانو علمي ظرفیت لوړ او دوی د علم ترلاسه کولو ته وهڅوي.
يو شمېر ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دې ډول برنامو جوړولو څخه د مننې ترڅنګ دې ته د ورته نورو برنامو جوړولو غوښتونکي هم شول.
د یادونې وړ ده، چې تېر ژمی هم د تخار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ښوونیز مرکز څخه شاوخوا ۱۴۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي ژبې او کمپیوتر پرګرامونو څخه فارغ شول.
۱۴۴۶/۱۱/۵ ه ق