د بېګم او د ځوانانو راډيو ګانو د بیاځلي فعالیت په اړه اعلامیه

panah_admin
Sat, Feb 22 2025 7:52 PM
..

د بېګم او ځوانانو راډيوګانو ، چې په کابل او نږدې ولایتونو کې یې په FM څپو نشرات درلودل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې څه موده وړاندې د فعالیت له جواز څخه د ناوړه استفادې، له بهرنیو تحریم شویو رسنیو سره د همکاري له امله وځنډول شول.      داچې یادو رسنیو  په تکراري ډول د خپلو نشراتو د بیا پیل  غوښتنه کوله؛ نو د نشراتي معینیت سره تر تعهد وروسته؛ چې خپل نشرات به د افغانستان اسلامي امارت او د ژورنالیزم د اصولو په رڼا کې پرمخ وړي او په راتلونکي کې به له هر ډول سرغړونو ډډه کوي؛ د بیا فعالیت اجـازه ورکړل شوه.

دا چې اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو او خبریالانو ملاتړې اداره ده؛  نو په هیواد کې د ټولیزو رسنیو پر نشراتو د څار ترڅنګ  د ا.ا.ا نشراتي تګلارو، اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو، افغاني کلتور  په رڼا کې ملاتړ کوي.

۱۴۴۶/۸/۲۳ ق

۱۴۰۳/۱۲/۴ ل