د بغلان له سیمه ییزو رسنیو نظارت ترسره شو

tawana_admin
جمعه ۱۴۰۳/۱۰/۷ - ۱۱:۲۸
dfgh

د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو له سیمه ییزو رسنیو د نظارت او د هغوی د ستونزو د اوریدلو په موخه له یو شمیر رسنیو نظارت ترسره کړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د اطلاعاتو د آمر په ملتیا د ملي ټلویزیون، تنویر تلویزیون، ملي رادیو او ارزو رادیو څخه نظارت ترسره کړ، رسنیزې چارې یې وارزولې او د رسنیو استازو ته یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: له یادو رسنیو څخه یې د نظارت موخه د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د رسنیو د  رسنیزو خپرونو پراختیا، په خبري برخه کې رسنیو ته د همکارۍ ډاډ ورکول، د خپرونو د تنظیم لپاره د لازمو سپارښتنو کول او د مطبوعاتي هڅو ستایل وو.

هاشمي زیاته کړه؛ په دغه ولایت کې په دوامداره ډول له سیمه ییزو رسنیو څخه وخت په وخت د نشراتي چارو د لا ښه والي په موخه نظارت ترسره کیږي، څو دغه رسنۍ نور هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همږغۍ خپلې خپرونې تنظیم کړي.
د رسنیو مسؤلینو وویل: دا چاره دوی د غوره فعالیتونو د ترسره کولو لپاره هڅوي، تر څو دوی ګټور فعالیت ترسره کړي.

۱۴۴۶/۶/۲۴ ھ ق
۱۴۰۳/۱۰/۶ ھ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۴۹
Background image

هرات کې د هنري آثارو نندارتون جوړ شو

د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د خطاطانو ټولنې په علامه سلجوقي تالار کې د هنري آثارو نندارتون جوړ کړ.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر آمر وايي: نندارې ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۳۳
Background image

فاریاب کې سلګونه ځوانانو ته د وړیا زده کړو نوې دوره پيل شوه

د فاریاب ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت د دغه ولایت له ۲۰۰ څخه زیاتو ځوانانو ته د وړیا علمي او مهارتي زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۹
Background image

ګرشک کې د ځوانانو د فکري انحراف د مخنیوي اړوند یو ورځنی سمینار تر سره شو

د هلمند لایت ګرشک ولسوالۍ د ابو الفتح بستي منځني ښوونځي کې د الرباط فکري او فرهنګي ادارې له لوري د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې ریاستونو په ګډه همږغۍ د یاد ښوونځي ښوونکو، زده کوونکو او. . .

BACK TO NEWS