د فریلانسینګ یا آنلاین کاروبار پروګرام څخه فارغ شوي ځوانان وستایل شول

panah_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۱:۱۷
...

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي حبيب‌الله الهام او د ځوانانو چارو آمر مولوي نعمت‌الله محمدي په حضور کې د فریلانسینگ یا آنلاین کاروبار له درې میاشتني پروګرام څخه چې په هرات کې جوړ شوی و، شپږ تنه نیمروزي ځوانان  فارغ شول.

په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي تر څو د ځوانانو لپاره په ځانګړي ډول د با استعداده کدرونو لپاره د هرې ممکنه لارې کار واخلي او هغوی ته د کار زمینه برابره کړي چې ښه بېلګه یې ستاسو ځوانانو روزنیز بهیر پیلول او په راتلونکي کې د ځان او نورو ځوانانو لپاره د کار کولو ښه فرصت ترلاسه کول دي.

ور پسې د ځوانانو چارو آمر مولوي نعمت‌الله محمدي وویل: د نيمروز ولايت شپږو تنو ځوانانو ته چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت له لوري په هرات ولایت کې درې مياشتنی فریلانسینگ پروګرام جوړ شوی و ګډون کړى و، دغه پروګرام یې په برياليتوب  پای ته ورسوئ چې په راتلونکي کې به د نيمروز ولايت خلکو ته په دې برخه کې په ښه توګه خدمت ترسره کړي.

په پای کې فارغینو ځوانانو په خپل وار سره د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤولینو له پاملرني او نه ستړي کیدونکو هلو ځلو څخه مننه وکړه او ویې غوښتل تر څو د امکاناتو په برابرولو سره په دې برخه کې د نورو ځوانانو د روزلو لپاره فرصت برابر کړي. 
د یادونې وړ ده چې یاد ځوانان د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په معنوي ډالیو (ستاینلیکو) هم ونازول شول.

۲۸/۵/۱۴۴۶ ھ ق
 ۱۰/۹/۱۴۰۳ ھ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS