٢٠ کلن اشغال ته د کتنې څېړنیز فرهنګي سمینار د مقالو په څرنګوالي ناسته وشوه

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۲۹
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتيق الله عزيزي په مشرۍ افغانستان کې شل کلن اشغال ته د کتنې سمینار د ژر جوړېدو، د مقالو په څرنګوالي او لازمو لارو چارو د سمینار د غړو په شتون کې ناسته ترسره شوه.
د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د تاریخ پر سپینو پاڼو د افغانستان د خلکو د جهاد او سپېڅلې مبارزې لیکل اړین وبلل او زیاته یې کړه؛ د دا ډول سمینارونو له لارې غواړي یاد جهادي ارزښتونه خوندي کړي.
همدا راز ښاغلی عزیزي وویل: په یاد سمینار کې د اشغال پر وړاندې د افغانانو د سرښندنو، حماسو، د بېلابېلو اقشارو د قربانیو او مېړانو پېښې او خاطرې به د یوه مستند کتاب په شکل کې مصؤن او محفوظ کړي.
په ناسته کې د جهادي ارزښتونو د لوی ریاست رئیس مولوي ذبیح الله نوراني هم خبرې وکړې او دغه علمي سمینار یې له دې امله مهم وباله، چې د جهادي ارزښتونو د نوي رامنځته شوي ریاست دنده د تېرشل کلن اشغال د وحشتونو او د افغانانو د مېړانو راټولول دي، چې د سمینار مقالې او علمي مواد به د دوی د کارونو په پرمختګ او د معلوماتو په غني کولو کې موثر رول ادا کړي.
وروسته د سمینار غړو په خپل نوبت د مقالو په جالبیت او د لیکوالانو د انتخاب په برخه کې خپل نظرونه او مشورې وړاندې کړې.

۱۴۴۶/۵/۲۵ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۷ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۲:۴۳
Background image

راه‌اندازی پروگرام معلوماتی به شاگردان لیسه غازی امین‌الله خان لوگری

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لوگر پروگرام معلوماتی به شاگردان لیسه غازی امین‌الله لوگری درمورد ارزش و اهمیت مطالعه، فرهنگ اصیل آثار و میراث‌های فرهنگی برگزار کردند.
مسوولان ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۲:۴۱
Background image

نیمروز کې د سياحتي شرکتونو له مسٶولينو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب ‌الله الهام د زرنج ښار د سياحتي شرکتونو له مسٶولينو سره په خپل کاري دفتر کې د همغږۍ ناسته وکړه.
ښاغلي الهام دغې ناستې څخه موخه په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۹:۵۸
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی ،مالي او اداري چارو معین ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د يوه پلاوي په ملتیا د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست څخه د ادارو ترمنځ د همغږۍ، همکارۍ او د. . .

BACK TO NEWS