د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست څخه لیدنه وکړه

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۹:۵۸
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی ،مالي او اداري چارو معین ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د يوه پلاوي په ملتیا د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست څخه د ادارو ترمنځ د همغږۍ، همکارۍ او د مشترکو اهدافو د تحقق په موخه لیدنه وکړه.
په دې ناسته کې د جهادي ارزښتونو د عمومي ریاست رئیسانو، آمرینو او مسؤلینو ګډون درلود. دواړو لوریو د جهادي ارزښتونو د ساتنې او د ملي هویت د پیاوړتیا په برخه کې د دوامدارې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
د لیدنې په ترڅ کې ښاغلي جمال صاحب د جهادي ارزښتونو د ساتنې او مستندولو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: دا ارزښتونه د هېواد د تاریخ، هویت او د اشغالګرو پر وړاندې د افغان غيور ملت د جهاد او مقاومت ښکاره بېلګې دي.
ښاغلي جمال صاحب د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی رياست مسؤلينو ته د تاريخي اسنادو د راټولولو او د جهادي موزيمونو د تنظيم په اړه يو لړ سپارښتنې وکړې او د هر ډول همکارۍ ژمنه يې ورسره وکړه.

۱۴۴۶/۱۲/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS