نورستان کې ښوونکو  ته یو ورځنی سمينار ورکړل شو

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۹:۳۰
plkj

د نورستان مرکز پارون کې د اطلاعاتو اوکلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د پوهنتون، کثیر الرشتوي انستیتیوت او پوهني رياست اړوند ښوونکو او استادانو ته یو ورځنی علمي سمينار ورکړل شو.
په یاد سیمینار کې استادانو ته د فکري ویښتیا، اسلامي حاکميت، د اسلامي فکر پراخوالی، د خوارجو، باغيانو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شول.
د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سميع الحق حق بیان د سمینار برخوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د اسلامي نظام د راتګ لپاره د ولسونو د قربانیو یادونه وکړه او زیاته یې کړه؛ علمي بنسټونه د نظام د پرمختګ او د هېواد د خدمت تر ټولو مهمه برخه ده، نوموړي له ښوونکو څخه وغوښتل، چې د نظام د بقاء او پرمختګ لپاره د اسلامي نظام ملاتړ وکړي او په یووالي او اتحاد سره دې د هېواد خدمت وکړي.
 د سمینار پرمهال د ښاري محکمې رئیس شیخ محمد عثمان او یو شمېر نورو ویناوالو د فکري ویښتیا په ارزښت او موخو مهمې او ارزښتناکي ویناوې وکړې او د دغه ډول سمینارونو جوړول يې اړین وبلل، دوې له استادانو څخه غوښتنه وکړه، چې خپله علمي وړتیا څخه په ګټي اخيستني سره د ځوانانو فکري رغونه کې خپل مسؤليت ترسره کړي.
د سمینار ګډونوالو د یاد سمینار په جوړېدو خوښي وښوده او د ورته نورو سمينارونو د جوړولو غوښتنه يې وکړه.

۱۴۴۶/۵/۱۹ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۱ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۲:۳۸
Background image

غزني کې د شاه امان الله خان په تاریخي ماڼۍ کې کتابتون جوړ شو

د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت، د غزني ولایت مقر ولسوالۍ کې د شاه امان الله خان په تاریخي ماڼۍ کې یو کتابتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۱:۱۵
Background image

سرپل کې د رسنيو له مسؤلينو او خبریالانو سره د همږغۍ غونډه جوړه شوه

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دې ولایت د خبریالانو او رسنیو له مسؤلینو سره د همږغۍ غونډه د ياد رياست د رئيس ملا عبدالغفار حقنما په مشرۍ ترسره شوه، چې پکښې د ولايت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۱:۶
Background image

غور کې له مبارزو ځوانانو سره د همږغۍ غونډه وشوه

د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو د دې له ولايت له فعاله ځوانانو سره د همږغۍ غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي عبدالحي زعیم د اسلام مبارک دین. . .

BACK TO NEWS