سرپل کې د رسنيو له مسؤلينو او خبریالانو سره د همږغۍ غونډه جوړه شوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۱:۱۵
kkk

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دې ولایت د خبریالانو او رسنیو له مسؤلینو سره د همږغۍ غونډه د ياد رياست د رئيس ملا عبدالغفار حقنما په مشرۍ ترسره شوه، چې پکښې د ولايت مقام وياند د نورو امارتي ادارو وياندویانو، خبريالانو او درسنيو مسؤلينو ګډون کړی وو.
ملا عبدالغفار حقنما په خپلو خبرو کې په ټولنه کې د رسنیو پر ارزښتناکه رول ټینګار وکړ او د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو یې وغوښتل، چې د مسلکي اصولو په رعایت سره د ملت لاسته راوړنې او ستونزې په ښه توګه منعکس کړي، نوموړي زیاته کړه، د سرپل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د خبریالانو او رسنیو لپاره د زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه هڅې کوي او په دې برخه کې اغېزمن ګامونه پورته شوي دي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ایام‌الدین یولداش د دې غونډې د جوړېدو موخه د رسنیزو فعالیتونو اړوند مسایلو ارزونه او د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا وبلله.
خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو په سرپل ولایت کې د دغسې غونډو جوړېدل د رسنیو د ملاتړ او رسنیزو چارو لپاره مهم وبلل او ويې ويل: چې دغه ډول غونډې کولای شي، د محلي ادارو او رسنیو ترمنځ د لا ډېرې همږغۍ زمینه برابره کړي او پر وخت او دقیق اطلاع‌ رسونې ته وده ورکړي.

۱۴۴۶/۶/۳۰ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۱۲ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۱۳
Background image

بلخ کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان د تطبیق، نشه‌یي توکو او د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه غونډه وشوه

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د البرز علمي او فرهنګي ادارې لوري په یوې سترې ولسي غونډه کې د مشرتابه(حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان پر تطبیق، د نشه. . .

BACK TO NEWS