غزني کې د شاه امان الله خان په تاریخي ماڼۍ کې کتابتون جوړ شو
د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت، د غزني ولایت مقر ولسوالۍ کې د شاه امان الله خان په تاریخي ماڼۍ کې یو کتابتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار د دغه کتابتون د پرانیستې پر مهال وویل: د دې کتابتون د جوړولو موخه د مطالعې کلتور ته وده ورکول او ځوانان د کتاب لوستلو ته هڅول دي.
هغه زیاته کړه؛ په تېرو وختونو کې دغه تاریخي ماڼۍ د پوځي مرکز په توګه استفاده کېدله، خو د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت لهخوا د ودانۍ د بیارغونې په ترڅ کې دا تاریخي ځای په یوه مهم فرهنګي مرکز بدل شو.
ملا نثار وویل: په غزني کې د مطالعې کلتور په چټکۍ وده کړې او د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، چې د ولایت په نورو ولسوالیو کې هم ځوانانو ته د کتابونو د لاسرسي زمینه برابره کړي.
ورته مهال د یاد کتابتون مسؤل مولوي حبیب الرحمن ناصر وویل: دغه کتابتون ته د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا تر درې زره زیات کتابونه ورکړل شوي دي، نوموړي زیاته کړه؛ په دې کتابونو کې د اسلامي علومو، تاریخ، اقتصاد، ادب او عصري علومو اړوند موضوعات شامل دي، چې د مقر ولسوالۍ ځوانانو ته د دوی د علاقې وړ کتابونو ته د لاسرسي اسانتیا برابروي.
هغه د مقر ولسوالۍ ځوانانو او کتابخوښوونکو ته دغه کتابتون ته د راتګ بلنه ورکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې د کتاب لوستلو کلتور د پراختیا لپاره خپله مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مطالعې کلتور ته د ودې ورکولو په موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ هڅه کوي، چې د ولایت په نورو ولسوالیو کې هم کتابتونونه جوړ کړي.
۱۴۴۶/۶/۳۰ ھ ق
۱۴۰۳/۱۰/۱۲ ھ ل
