بلخ کې د شمال زون په کچه ۲۹ تنه د فريلانسېنګ ( آزاد کاروبار) له زده کړو فارغ شول

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۹:۳۳
...

بلخ ولايت کې د شمال زون په کچه ۲۹ تنه ځوانان د فريلانسېنګ ( آزاد کاروبار) له درې مياشتنيو زده کړو وروسته فارغ شول، بلخ کې د فریلانسېنګ دغه تخصصي پروګرام د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت د اکتید دفتر په مالي ملاتړ پيل کړی و، چې پکښې د شمال زون بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو ۲۹ تنه ځوانانو برخه اخیستې وه.
 په دغه فراغت غونډې کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد، د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني، د ځوانانو چارو آمر سلطان محمد توخي، په شمال زون کې د اکتید دفتر مسؤل محمد جاوید اکبري، ځوانانو او د خصوصي پوهنتونو یو شمېر مسؤلینو ګډون درلود.
د بلخ ولايت اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي ذبیح الله نوراني وویل: دا ډېر د ویاړ ځای دی، چې ځوانان په خپل هیواد کې په ځان باندې معنوي پانګونه کوي، الحمدالله د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره سم ځوانانو ته د زده کړو پراخه زمينه برابره شوې او ځوانان دې هم د شته فرصتونه څخه د ګټې اخېستنې په موخه هڅه وکړي، چې خپل ځانونه د مسلکي کادرونو په قطار کې راولي او د نړۍ په کچه ځوانانو سره سیالي وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين مولوي محمد يونس راشد وويل: په تېرو شلو کلونو کې د دې هیواد اصیل بچیان د کفارو په مقابل کې پاڅېدل او جهاد يې وکړ او کفارو ته يي شرموونکې ماته ورکړه، الحمدالله دا مهال په ټول هیواد کې بشپړ امنيت ټينګ دی او د هیواد ټولو ځوانانو ته د زده کړو پراخه زمینه برابره شوې.
ښاغلي راشد ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې د دیني او عصري علومو واټن به له منځه ولاړ شي، الحمدالله نن دغه ځوانان نه یواځې د فریلانسيګ تخصصي زدکړې څخه برخمن شول، بلکې دوی په دغه موده کې ديني زدکړې هم وکړې او موږ هڅه کوو، چې دغه لړۍ د هیواد ګوټ ګوټ ته وغځوو، هغه له ټولو ځوانانو وغوښتل، چې خپله پوهه د هېواد له نورو ځوانانو څخه مه سپموئ او هڅه وکړئ، چې ټول ځوانان د علم نعمت څخه برخمن شي، تر څو د نورو هیوادونو کډوالۍ څخه لاس په سر شي، خپل هېواد کې پاتې شي او خپل ځان او ټولنې ته د خدمت جوګه وګرځي.
همدا راز د دې پروګرام یو شمېر فارغ شوي ځوانان خوښ بريښي، چې دوی ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معينيت لخوا په وړيا توګه د زده کړو زمینه برابره شوې ده، چې له همدې لارې به وکولای شي، آنلاین کار وکړي او خپل ځان او ټولنې ته خدمت وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې ټولو فارغ شویو ځوانانو ته ستاينليکونه او کمپیوترونه هم ورکړل شول.
۱۴۴۶/۵/۱۱ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲۳ هـ ل

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS