تېرکال ۲۳۰ زره داخلي او بهرنيو سیلانیانو له لغمان ولایت څخه لیدنه کړې ده

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۵:۱۹
lkjh

د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وايي: له تېرکال راهیسې شاوخوا ۲۳۰ زره داخلي او بهرنيو سیلانیانو د دې ولایت له بیلابیلو سیمو څخه لیدنې کړي دي.
نوموړي زیاته کړه؛ تېرکال ۱۴۷۳۰۸ تنه داخلي او ۷ تنه بهرني سیلانیان دغه ولایت ته راغلي دي، او د دې کال په لومړیو شپږو میاشتو ۸۳۱۰۰ داخلي او ۴ تنو بهرنیو سیلانیانو دې ولایت ته سفر کړی دی.
د رسولي په وینا؛ لغمان کې د مهترلام بابا، سراج تاریخي کلا، ازادۍ څلی، الینګار شاهي سیمه، فراشغان، دولت شاه او یو شمېر نورې تفریحي او تاریخي سیمې شته، چې خلک ترې لیدنې کوي او د مسؤلینو په هماهنګۍ یادو سیمو کې د لا ښو سهولتونو رامنځته کولو په موخه د هوټلونو او تفریح ځایونو په جوړولو هم کارونه روان دي، لغمان کې بشپړ امنیت تامین دی، سیلانیان کولای شي، د دې ولایت له هرې سیمې څخه په ډاډه زړه لیدنه وکړي.

۱۴۴۶/۴/۱۹ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۱ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۲۰:۲۱
Background image

له کتاب پلورنځيو د راټولو شوو ممنوعه کتابونو بديل ورکول کيږي

چهار شنبه ( ۲۰ د ربيع الثاني ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د بيهقي کتاب خپرولو رياست له لوري له کتاب پلورنځيو څخه د راټولو شوو ممنوعه کتابونو په بدل کې کتاب پلورونکو او خپرندويه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۵:۶
Background image

غزني کې د يوه عمومي حشر په ترڅ کې د دريم سلطان مسعود ماڼۍ ورغول شو

د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست کارکوونکو د يوه عمومي حشر په ترڅ کې د غزنويانو د دورې د دريم سلطان مسعود تاريخي ماڼۍ بیارغونه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حميد الله نثار چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۵:۱
Background image

سرپل کې له ښوونیز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له ښوونيز مرکز څخه ۸۰ تنه ځوانان د کمپيوټر او انګليسي ژبې له زده کړو فارغ او سندونه يې ترلاسه کړل.
د يادو ځوانانو د فراغت په. . .

BACK TO NEWS