په تېره یوه میاشت کې سلګونه کورنیو سیلانیانو د هرات له موزیم څخه لیدنه کړې

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۱:۲۷
12we

د هرات د ملي موزیم او ارشیف مسوولین وايي، په میاشتني ډول تر ۱۵۰۰ ډېر کورني سیلانيان د دغه ولایت له موزیم څخه لیدنه کوي.
د هرات د موزیم او ارشیف مدير عبدالجبار نورزی وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال په پرتله د سیلانیانو شمېر ډېر شوی دی.
د هرات موزيم ته د علمي ليدنې په موخه د يوه ښوونځي راغلي زده کوونکي وايي: تاريخ په کتابونو کې د تيوري په بڼه لوستل کېږي، خو له نږدې او مخامخ د تاريخي آثارو او ځايونو ليدنه د دې سبب کيږي، چې په ښه شکل سره په ذهن کې پاتې شي او تر څنګ يې د اسلافو د تاريخ او کلتور په پېژندنه کې له زده کوونکو سره ډيره مرسته کيږي، د دوی له ډلې ډیری یې د لومړي ځل لپاره تاریخي آبدات او لرغوني اثار له نږدې څخه ګوري او ټینګار کوي، چې علمي سفرونه د زده کوونکو ذهنونه فعالوي او تخلیقي او څیړونکي اشخاص ترې جوړوي.
د ښوونځيو استادان هم ټينګار کوي، چې زده کوونکي بايد د کتابونو د لوستلو تر څنګ له تاريخي ځايونو څخه هم ليدنه وکړي، تر څو د بېلابېلو مسايلو په اړه يې پوهه زياته شي.
د يادونې وړ ده، چې د هرات ملي موزيم له کابل موزيم وروسته په هېواد کې تر ټولو ستر موزيم دى، چې درې زره کلن تاريخي او لرغوني اثار پکې ساتل کېږي.

۱۴۴۶/۴/۱۱ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۳ هـ ل

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS