په جوزجان کې د کمپیوټر له څانګې څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

١٧٠ تنو ځوانانو د کمپيوټر پروګرام له روزنيز کورس وروسته د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له وړيا تعليمي مرکز څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سيف الدين معتصم د خپلو خبرو په ترڅ کې د ټولنې په پرمختګ کې د علومو پر ارزښت رڼا واچوله او ويې ويل: افغانستان پرمختللو، متفکر او پوه ځوانانو ته اړتيا لري.
هغه زیاته کړه: هر ځوان د خپلې ټولنې او هېواد په وړاندې مسوولیتونه لري او له دغو مسوولیتونو څخه یو هم د ځوانانو د علمي ظرفیتونو لوړول دي، چې باید د هېواد د پرمختګ لپاره ترې کار واخیستل شي.
په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر انجنير پهلوان بابري وويل: د اطلاعاتو او کلتور رياست له ښوونيز مرکز څخه په شپږمه دوره کې ١٧٠ تنه محصلين له پنځه مياشتنۍ روزنيزې دورې وروسته فارغ شول.
د نوموړي په وينا: اوسمهال د دغه رياست په تعليمي مرکز کې سلګونه زده کوونکي په بېلابېلو څانګو کې په وړيا ډول د عصري علومو په زده کړه بوخت دي.
۱۴۴۶/۴/۷ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۹ هـ ل