د شش پل کاروان سرای د بیا رغونې له کارونو لیدنه وشوه

د باميان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي صفی الله رائد د شش پل کاروان سرای د بيارغونې له کارونو څخه ليدنه وکړه او د فیروز کوه نړيوالې مؤسسې له مسؤلينو سره يې چې د دې پروژې د تطبیق مسؤليت لري، د پروژې اړوند خبرې وکړې.
مولوي رائد د پروژې د کارونو په کيفيت ټينګار وکړ او ويې ويل: د شش پل کاروان سرای له خاص ارزښت څخه برخمن دی، په همدې اساس باید هڅه وشي، چې په بهترين کيفيت سره يې کارونه مخته ويوړل شي.
نوموړي له نورو نړيوالو مؤسسو هم وغوښتل، چې بامیانو کې د دا دول پروژو په تطبیق کولو سره د تاريخي ميراثونو په ساتنه کې برخه واخلي.
د يادونې وړ ده، چې د شش پل کاروان سرای د بیارغونې کارونه د فیروز کوه نړيوالې مؤسسې له لوري د درې نيم مليونه ډالرو په ارزښت پيل شوي، چې د پنځو کالو په موده کې به په دوو برخو کې ترسره شي.
۱۴۴۶/۴/۴ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۶ هـ ل