لوګر کې د ولایتي ادارې مطبوعاتي مسؤلینو او خبریالانو ته روزنيز سمينار جوړ شو

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ولایتي ادارې ٤٠ تنه مطبوعاتي مسؤلینو او خبریالانو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي او معیاري خبرلیکنې په نوم رونیز سمینار جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس رفیع الله صمیم د داسې روزنیز برنامو جوړول، ټولنې ته د منظم او پر وخت معلوماتو رسولو کې مهم یاد کړ او د ولایتي ادارې له مطبوعاتي مسؤولینو څخه يې غوښتنه وکړه، تر څو د خپلو اړوندو ادارو د لاسته راوړنو په ښه انعکاس کې ورڅخه پوره ګټه واخلي.
ورته وخت کې د ولایت مقام ویاند صدیق احمد صدیقي او د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسؤل فهیم الله لودین د دا ډول سمینارونو جوړول اطلاعاتو ته د لاسرسي او د ولایت په کچه د روانو چارو ښه انعکاس کې اغیزناک یاد کړل او غوښتنه یې وکړه، چې دا لړۍ دې جاري وساتل شي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد سمینار روزنیزه برخه د خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسؤول خان ولي احمدزي او د زینت راډیو د خپرونو مدیر شفیع الله افغان زي له لوري د پرزنټېشن په ډول وړاندې شو.
۱۴۴۶/۳/۲۳ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۵ هـ ل