پروان کې د لوګر ولايت لسګونه تنه محصلين وستايل شول

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۲۱:۴۲
hhh

د پروان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ياد ولايت پوهنتون ته د کانکور ازموينې له لارې د لوګر ولايت ۸۰ تنه بريالي شوي ځوانان وستايل.
داطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الحق صديقي د اسلام د مقدس دين له نظره د علم د ترلاسه کولو اهميت بیان کړ، د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري يې د محصلينو د ستاينې په اړه خبرې وکړې، او ټولو بريالیو محصلينو ته يې د دوی د خوښې پوهنځي ته د برياليتوب مبارکي وويله.
ښاغلي صديقي زياته کړه؛ د انسان په ژوند کې د علم او پوهې ترلاسه کول ځانګړی اهميت لري، په حقیقت کې دا چاره د يوې پرمختللې ټولنې بنسټ جوړوي.
د پروان پوهنتون د علمي کادر غړي استاد عبدالعليم مجددي د اسلامي نظام په غښتلي کولو او د ديني او ملي ارزښتونو په ساتنه کې د ځوانانو په رول خبرې وکړې او له بريالي شويو محصلينو يې وغوښتل چې په زحمت کښلو او شپه او ورځ هڅو کولو سره د اسلامي نظام له لوري ددې برابر شوي فرصت څخه ګټه واخلي.
په پروان پوهنتون کې د لوګر ولايت د محصلينو په استازولۍ محمد اسماعيل له اطلاعاتو او کلتور رياست څخه د محصلينو د هڅونې او ستاينې له امله د خوښۍ په څرګندولو سره مننه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د یادو مراسمو په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري يادو شويو محصلينو ته ستاينليکونه هم وويشل شول.

۱۴۴۶/۳/۲۲ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۴ هـ ل

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS