د کتاب اونۍ په وياړ کابل پوهنتون کې د قرانکریم او کتاب نندارتون جوړ شو

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۵:۷
....

یکشنبه (۱۰ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معینیت اړوند د بیهقي کتاب خپرولو رياست له لوري د کتاب اونۍ په وياړ د کتاب لوستنې دود د پراختیا په موخه په کابل پوهنتون کې د قرانکریم او کتاب دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.

د نندارتون د پرانستې مراسمو کې د بیهقي کتاب خپرولو رياست رئيس مفتي عبدالعليم ځانواک، د کابل پوهنتون رئيس دوکتور اسامه عزيز، د ياد پوهنتون معاونينو، د خپرندويه ټولنو استازو، محصلينو او ځوانانو برخه اخيستې وه.

مراسم د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول، ورپسې د بیهقي کتاب خپرولو رياست د چاپ او خپرولو آمر حميدالله وياړ د ياد رياست د ۱۴۰۲ کال فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه؛ دا دوه ورځنی نندارتون د کتاب اونۍ په وياړ په کابل پوهنتون کې جوړ شوی، چې دوه ورځې به دوام ولري، همدا ډول به د پل چرخي مرکزي زندان او دارالایتام کې هم د کتاب نندارتونونه جوړ شي، د ښاغلي وياړ په وينا؛ د بیهقي کتاب خپرولو رياست پام کې لري، چې د پوهنتون د استادانو او محصلینو کتابونه په وړيا ډول چاپ کړي.

د کابل پوهنتون رئيس دوکتور اسامه عزيز د علم، ادب او مطالعې پر ارزښت خبرې وکړې او له ځوانانو يې وغوښتل چې له شته فرصتونو ګټه واخلي، او ډيره مطالعه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې په کابل پوهنتون کې د بیهقي کتاب خپرولو رياست د غرفې پرانسته هم وشوه.


۱۴۰/۲/۳۰ ھ ل
۲۰۲۴/۵/۱۹ ميلادي
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۳:۱۶
Background image

ځوانان د پرمختګ محور او د اسلامي نظام ساتونکي دي

د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملکزاده د دې ولایت له ځوانانو سره د ليدنې په ترڅ کې په اسلامي نظام کې د هغوی په اساسي رول ټینګار وکړ او د افغانستان اسلامي امارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۳:۸
Background image

سرپل کې د کتاب لوستنې کلتور پنځوس سلنه زیات شوی

 د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وایي: چې په دې ولایت کې د ځوانانو، محصلینو، د مدرسو طالبانو او ښوونځیو د زده کوونکو تر منځ د کتاب لوستنې او مطالعې کلتور پنځوس سلنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۰:۵۲
Background image

د خپرونو چارو معین له کتاب پلورونکو او ناشرینو سره وکتل

  د اطلاعاتو کلتور وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي  مهاجر فراهي د کابل ښار د جوی شیر سیمې له ناشرینو او کتاب پلورونکو سره ناسته وکړه.
دغه ناسته کې ناشرینو د اطلاعاتو کلتور وزارت او کابل. . .

BACK TO NEWS