محمد طاهر زهير د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د تشکيل پرتدريجي او فرهنګ محورى سمون ټينګاروکړ

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۵ - ۹:۵۰
محمد طاهر زهير د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د تشکيل پرتدريجي او فرهنګ محورى سمون ټينګاروکړ


د اطلاعاتواوفرهنګ دوزارت سرپرست محمد طاهر زهير په ګډون نن په دغه وزارت کې د دندو بيا کتنې، بدلونونو ، تشکيلاتي جوړښت اواصلاحاتو د څرنګوالي په باب غونډه جوړه شوه .
د باختراژانس  خبريال د خبرله مخې؛ د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په دې غونډه کې  چې د دغه وزارت  معينان اود بېلابېلو برخو رييسان او آمران او د اداري اصلاحاتواود ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون  د تشکيلاتو  د اصلاح رييسې  هم ګډون کړي و ، خبرې وکړې اود چارو د ښه والي په لاره کې يې  د تشکيل بيا کتنه اواصلاح، د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت يوه اړتياوبلله .
هغه ټينګاروکړ چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت اصلاحاتو ته اړتيا لري،  خو پړاوپه پړاو نه يوځل.
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست  څرګنده کړه، چې اصلاحات بايد د ادارې د اړتياوو له په پام کې نيولو سره په دقت، پاملرنې اوجديت ترسره شي چې  د چارود ښه والي لپاره  زمينه برابره شي او د دغه وزارت بېلابېلې څانګې د عايداتي کېدو په لور لاړې شي .
محمد طاهر زهير زياته کړه  چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون له استازيو سره د تشکيل د اصلاح په لاره کې همکارۍ ته چمتو دى .
دغه راز په غونډه کې  د اداري اصلاحاتواوملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون  د تشکيل د اصلاح رياست کارپوه عبدالحسيب مسعودي  په مسلکي خدمتونوکې دندوته د بيا کتنې داړتيا اوپړاوونومعلومات ورکړل .
وروسته د اداري اصلاحاتواوملکي خدمتونود خپلواک کمېسيون د تشکيلاتو د اصلاح رييسې نظيفې جامي د تشکيلاتو اود تشکيلاتو د بېا کتنې په باب  د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د بېلابېلوبرخو د رييسانو اوآمرانوپوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړل .
هغې ټينګاروکړ چې د تشکيل اصلاح به د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د مشرتابه، د اړوندو برخو له مسوولينواود مسلکي برخو له ماهرانوسره په سلامشورو کې ترسره شي .
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د بشري سرچينورييس احمدضيا انوري د باختراژانس خبريال ته وويل چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د تشکيل د اصلاح په مقصد بياکتنه د اداري اصلاحاتو اود ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون د تشکيلاتود اصلاح له رياست څخه د درې کسيزپلاوي په همکارۍ پيل شوې ده او له دوو څخه تر دريو مياشتو پورې به وخت ونيسي .
هغه زياته کړه چې په لومړي پړاوکې به  د ١٣٩٩ تشکيل په لږ بدلون سره اصلاح شي او  له دې سره جوخت  د دغه وزارت تشکيل ته د عمومي بياکتنې پړاو هم پيلېږي.  کابل/ دزمري٤مه /باختر:

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS